د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو( UNOPS)  د دفتر له عمومي رئيس سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۳:۴۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو( UNOPS) د دفتر له عمومي رئيس محترم نیکلولاس جورج سره وکتل او په افغانستان کې د اوبو د مدیریت پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په هېواد کې د وچکالي وضعیت او د اوبیزو سرچینو مخ پر زیاتېدونکي کمښت ته نغوته(اشاره) وکړه او ویې ویل چې په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې نړیوال سازمانونه د افغانستان له خلکو سره د اوبو د مدیریت په برخه کې مرسته وکړي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي دفتر د همکاري هرکلی وکړ او  ژمنه یې وکړه، چې د اوبو د پروژو په پلي کولو کې به د اوبو او انرژي وزارت له دوی سره د تخنیکي معلوماتو په شریکولو او د پروژو د غوره مدیریت په برخه کې  هر راز همکاري وکړي.

په ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر عمومي رئيس هم د اوبو د مدیریت د پروژو د پلي کولو په برخه کې لېوالتیا څرګنده کړه او په افغانستان کې د بېړنۍ مرستې پروژې د ور پېژندلو ترڅنګ، د وزارت د رهبري مقام څخه د دغه ډول پروژو په پلي کولو کې د تخنیکي همکاري غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د یونیسف له مشر او د واش برخې له مشرې سره د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د مدیریت په هکله خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر، محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، په خپل کاري دفتر کې د یونیسف له مشر محترم ډاکټر تاج‌الدین او د واش برخې له مشرې آغلې فرای تونهما سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵
Background image

کندهار ولایت کې د برغني چکډم پروژه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په تخته‌پل ولسوالي کې د برغني چکډم پروژه د ۲ میلیونه ۱۵۴ زره او ۱۰۱ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د شاخوا ۴.۵ متره لوړوالي په درلودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۲
Background image

غزني ولایت کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او پاکاري چارې پيل شوې

د غزني ولایت په بنګي، مزدور کلا، سلطان باغ، رحیم خېلو او زاړه ښار په کلیو کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او  پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې پيل شوې.

د نوموړي کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu