د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د باغدرې بند د تخنیکی مطالعاتو له بهیر څخه لیدنه وکړه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۶:۳۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د پروان والي محترم مفتي محمد ادریس، د کاپیسا مرستیال والي محترم شیخ اسدالله سنان، په افغانستان کې د چین سوداګریزه اتیشه او د پلاوي یو شمېر نورو غړو په ملتیا د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند سیمې ته سفر وکړ او د دغه بند د جیوفزیک او جیوتخنیک د مطالعاتو بهیر له نږدې و ارزاوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بند له سیمې څخه د لیدنې پرمهال د هغه بنسټیز ارزښت ته اشاره وکړه او د انرژي د پراختیا په لار کې د دغه بند مطالعات یو مثبت ګام وباله.

ښاغلي منصور د چین هېواد د سفارت مسؤلانو ته په خطاب کې وویل، په دغه پروژه کې پانګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په برخه کې یو عملي ګام دی او د پانګونې په برخه کې څو نورې سترې پروژې هم وړاندیز کړې، ترڅو په راتلونکي کې دغه همکاري پراخه شي.

په ورته مهال، د چین سفارت سوداګریزې اتیشې هم د لوګر ولایت د مس عینک کان د را اېستلو پروژې د برېښنا د برابرولو په برخه کې د دغې پروژې پلي کول ارزښتناک وبلل او ژمنه یې وکړه، چې چین هېواد هوډمن دی، په راتلونکي کې په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې خپلې همکاري پراخې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د باغدرې بند د اوبو او انرژي وزارت یو له بنسټیزو پروژو څخه ده چې د څه باندې ۲۴۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

دغه پروژه د چین هېواد د ام. سي. سي شرکت( د لوګر ولایت د مس عینک کان قراردادي شرکت) په پانګونې سره پلي کېږي، چې د دغې پروژې په پلي کولو سره به د نوموړي کان د را اېستلو د اړتیا وړ برېښنا هم چمتو شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu