د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ترکیې هېواد د اډیف خیریه بنسټ له مسؤلینو سره د خاتم الانبیأ ﷺ دارالایتام ودانۍګټې ته د سپارلو او د څښاک اوبو د یوې شبکې د چارو د پيل  په هکله خبرې وکړې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۳:۳۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ترکیې هېواد د اډیف بنسټ له رئيس محترم شیخ محمد توران او مل پلاوي سره وکتل او د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د خاتم الانبیأ ﷺ دارالایتام ودانۍګټې ته د سپارلو، په سروبي کې د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړولو او د دغه وزارت د جومات د پراخولو او نورو جوماتونو د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي بنسټ له مسؤلینو څخه د دیني مدارسو، دارالایتامونو، جوماتونو او نورو ټولګټو پروژو په برخه کې د هغوی د همکاري ستاینه وکړه.

په ورته مهال، د نوموړي بنسټ مسؤلینو  د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په سروبي کې د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړولو، د وزارت د جومات د پراخولو او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې په پکتیا ولایت کې د خاتم الانبیأ ﷺ دارالایتام ودانۍ د جوړولو او د اوبو او انرژي وزارت د جومات د بیارغونې پروژې د نوموړې خیریه بنسټ په مالي لګښت پلي شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس له سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو له سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د وروستیو اورښتونو له کبله سېلابونه را وتلي، چې یو شمېر کسان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

بیرته تګ

User account menu