د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ترکیې هېواد د اډیف خیریه بنسټ له مسؤلینو سره د خاتم الانبیأ ﷺ دارالایتام ودانۍګټې ته د سپارلو او د څښاک اوبو د یوې شبکې د چارو د پيل په هکله خبرې وکړې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ترکیې هېواد د اډیف بنسټ له رئيس محترم شیخ محمد توران او مل پلاوي سره وکتل او د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د خاتم الانبیأ ﷺ دارالایتام ودانۍګټې ته د سپارلو، په سروبي کې د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړولو او د دغه وزارت د جومات د پراخولو او نورو جوماتونو د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي بنسټ له مسؤلینو څخه د دیني مدارسو، دارالایتامونو، جوماتونو او نورو ټولګټو پروژو په برخه کې د هغوی د همکاري ستاینه وکړه.
په ورته مهال، د نوموړي بنسټ مسؤلینو د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په سروبي کې د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړولو، د وزارت د جومات د پراخولو او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په پکتیا ولایت کې د خاتم الانبیأ ﷺ دارالایتام ودانۍ د جوړولو او د اوبو او انرژي وزارت د جومات د بیارغونې پروژې د نوموړې خیریه بنسټ په مالي لګښت پلي شوې دي.