د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د جوزجان له والي سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۲:۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور دهېواد شمال ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې  د جوزجان له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره  په داسې حال کې چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی او د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا سعدالدین سلیمي یې ملتیا کوله وکتل او په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د جوزجان والي د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې  د دغه ولایت د خلکو اړتیاوي او غوښتنې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د جوزجان والي ته ډاډ ورکړ چې د شته امکاناتو او متوازنې پراختیا په پام کې نیول سره به د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې د دغه ولایت د خلکو اړتیاوو او غوښتنو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu