د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې زابل ولایت ته په سفر ولاړ

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۲:۴۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې زابل ولایت ته په سفر ولاړ او د یاد ولایت له مرستیال والي محترم مولوي محب الله حماس سره یې په کتنه کې په یاد ولایت کې د اوبو او انرژي په برخه کې د روانو پروژو د وضعیت او د نویو پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د زابل سیندیزې فرعي حوزې څخه د لیدنې پر مهال د یادې حوزې له رئیس او کارمندانو سره وکتل او د یادې حوزې اړوندو پروژو چارو د څرنګوالي پرمخ وړلو او راتلونکو پلانونو چمتو کولو په هکله اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یاد سفر په ترڅ کې د امیرالمومنین مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د قبر زیارت ته ولاړ او د هغه روح ته یې دعا وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu