د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د غزني له والي سره وکتل
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د غزني له والي محترم الحاج حافظ محمد امین عمري سره وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې د غزني والي، اوبو او انرژي پروژو ته د هغه ولایت د خلکو اړتیاوې او ستونزې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او په هغه ولایت کې د پراختیایي پروژو په ځانګړې توګه د زردآلو بند جوړولو پروژې د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د غزني والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د هغه ولایت د خلکو ستونزو او وړاندیزونو ته رسیدګي وشي.