د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هرات له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۱:۲۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د هرات له والي محترم شیخ نوراحمد اسلام جار سره وکتل او په هغه ولایت کې يې د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو په ځانګړې توګه د بادي برېښنا د تولید په پروژه کې د ۷۷ ترکي شرکت د کار د بهیر او د هرات په شینډنډ ولسوالي کې د بند جوړونې پروژه چې منظوري یې ترلاسه شوې، بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هرات والي ته ډاډ ورکړ، چې شته امکاناتو ته په کتو سره به په هرات ولایت کې د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیا د پروژو د پلي کولو په برخه کې رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

بیرته تګ

User account menu