د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کندهار ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۸:۵۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د ارغستان ولسوالي قومي مشرانو په دغه ولسوالي کې د لورې بند د پروژې د چارو د پیلولو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړې ولسوالي له قومي مشرانو سره په لیدنه کې څرګنده کړه، چې د لورې بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ده او د دغه وزارت د ۱۴۰۳ هـ ل کال په بودجه کې شامله شوې ده چې د روان کال د بودجې تر منظورۍ وروسته به یې د ډیزاین چارې پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu