د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له الوان دښتې تر شبرغان پورې د برېښنا د لېږد مزي د پروژې د قراردادي شرکتونو د ډلې له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۱:۳۸
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د سادات زاده شرکت له مسؤل محترم ذبیح الله اختري او له الوان دښتې تر شبرغان پورې د برېښنا د لېږد مزي د پروژې د قراردادي شرکتونو د ډلې له یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل او د نوموړې پروژې د ستونزو د هوارولو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړو شرکتونو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې  د نوموړې پروژې د ستونزو د هوارولو په موخه به دغه موضوع  اقتصادي کمېسیون ته وړاندیز شي، ترڅو مشخصه کمېټه د هغې وضعیت د څېړلو او د ستونزو د هوارولو لپاره وټاکل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu