د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د قطر هېواد د سفارت له مستشار سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۶:۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د قطر هېواد د سفارت له مستشار محترم دوکتور مردف علي القاشوطي او مل پلاوي سره وکتل او پر یو شمېر موضوعاتو باندې یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې، د قطر هېواد د سفارت مستشار او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د قطر هېواد څخه مننه وکړه، چې له آمریکایانو سره یې د مذاکراتو پر وخت  له دوی سره اړینه همکاري ترسره کړې چې په پایله کې يې افغانستان له امریکایي اشغال څخه خلاص او خپلواک شو.

همدغه راز، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې، د دغه وزارت یو شمېر پروژو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې اوس په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او  له هغوی څخه یې وغوښتل، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په موخه د قطر هېواد د خصوصي پانګوالو د پانګونې په جذبولو کې همکاري وکړي.

په ورته مهال، د قطر هېواد د سفارت مستشار ښاغلي القاشوطي په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په برخه کې به د قطر هېواد د خصوصي شرکتونو د پانګونې د جذب په برخه کې اړینه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu