د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت له سرپرست سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۴:۴۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوي ایران هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت له سرپرست محترم مولوي فضل احمد حقاني او د دغه سفارت له یو شمېر ډیپلوماټانو سره وکتل.

په پيل کې، په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې نن افغان ولس خپل په زړه پورې نظام لاسته راوړی او شپه او ورځ هڅه کوو چې خپل ولس ته په رښتیني توګه خدمتونه وړاندې کړو او په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته په وخت سره رسیدګي وکړو.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ایران هېواد ته د خپل سفر په تړاو وویل چې د افغانستان د اسلامي امارت مشران هڅه کوي چې د اوبو او برېښنا په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره ښه او حسنه اړیکې ټینګې کړي او په دې برخه کې یې خپلې ټولې هڅې په کار اچولې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu