د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په زابل ولایت کې د توري ذخیروي بند د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۶:۵۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا عبدالکریم ذوالفقار او یو شمېر نورو مسؤلینو په ملتیا  د زابل ولایت د توري ذخیروي بند د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته ېې د نوموړي بند د پاتې چارو د بشپړولو په هکله اړینې لارښوونې وکړې او په زابل ولایت کې  یې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو د پیل خبر ورکړ.

همدغه راز، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې له رئیس او کارمندانو سره په لیدنه کې د ورسپارل شوو مسؤلیتونو د پر وخت ترسره کولو او د خلکو ستونزو ته د ژر تر ژره رسیدګي د ټینګار ترڅنګ په هېواد کې د بندونو د جوړولو د ارزښت او د اوبو د هر اړخیز مدیریت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د خرني اوبو او برېښنا بند تخنیکي سروې  چې په زابل  ولایت کې ترټولو ستر بند دی، پیل شي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د اسلامي نظام د ارزښت، موخو او تېرو مبارزو په هکله په مفصله توګه خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu