د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په کابل کې د ملت سټیل د اوسپنې  وېلې کولو فابریکې څخه لیدنه وکړه.

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۷:۲۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ملت سټیل د اوسپنې وېلې کولو فابریکې څخه د لیدنې ترڅنګ د دغې فابریکې له مسؤلینو سره د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې د ودې په برخه کې  د هغه د فعالیتونو او ارزښت په هکله خبرې، اترې وکړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه ډول شرکتونو فعالیتونه د هېواد د اقتصادي پراختیا په برخه کې اړین وبلل او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت تل سوداګر او پانګوال په ځانګړې توګه افغان پانګوالو ملاتړ کوي او هڅوي یې، ترڅو په افغانستان کې په خپلې پانګونې سره د هېواد په اقتصادي ودې او ځان بسیاینه کې ونډه واخلي.

په ورته مهال، د نوموړې فابریکې رئيس د خپلو فعالیتونو په هکله د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته معلومات وړاندې کړل او د دغې فابریکې د برېښنا ستونزو د هوارولو په برخه کې د همکاري غوښته وکړه او د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغه ته ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به اړینه همکاري ترسره شي.

همدغه راز، د دغې فابریکې رئيس وویل چې اوسمهال د دوی ورځنی تولید زر ټنو ته رسیږې که چیرې په دغه ډول دوام ومومي تر درې راتلونکو کلونو پورې به هېواد په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږي او نور به اړتیا نه وي چې له نورو هېوادونو څخه سیخ ګول وارد شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu