د اوبو او انرژي وزارت او د ابن سینا څېړنیز او پراختیایي مرکز ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ابن سینا څېړنیز او پراختیایي مرکز له اجرائیوي رئيس محترم اکرم عظیمي سره د همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال په هېواد کې د انرژي ارزښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې اوسمهال هغه وخت را رسېدلی دی چې په هېواد کې ټول افغانان د انرژي سکتور د پراختیاموندونکو او نورو برنامو د عملي څېړنو په برخه کې کار وکړي.
په ورته مهال، د ابن سینا څېړنیز او پراختیایي مرکز مسؤلینو چې په دغه برنامه کې په آنلاین او حضوري توګه شتون درلود، د انرژي د پراختیا، د طرحو او پلانونو د پیاوړتیا او د وړتیا لوړونې برنامو د ترسره کولو او د علمي څېړنو د ترسره کولو په برخه کې ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې له دغه هوکړه لیک سره سم، نوموړی مرکز د اوبو او انرژي له وزارت سره به د انرژي د څېړنیزو مرکزونو د رامنځته کولو، د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د متخصصو کادرونو د ښوونو، د مشورو وړاندې کولو، د طرحو او وړاندیزونو په موخه د برېښنا انرژي د پراختیا او لېږد په برخه کې همکاري وکړي.