د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د فراه له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د فراه له والي محترم مولوي غوث الدین رهبر سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، دواړو لورو په فراه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه د بخش آباد بند په تړاو بحث او د اندونو تبادله وکړه.
د اوبو محترم معین د فراه والي ته ډاډ ورکړ، چې په فراه ولایت کې به د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې شته امکاناتو ته په کتو سره د دغه وزارت له لوري اړین عملي اقدامات ترسره شي.