د اوبو او انرژي وزارت او د افغان پامیر اکسوس(اپک) ترمنځ د انرژي په پروژو کې د پانګونې په موخه د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدللطیف منصور د افغان پامیر اکسوس (اپک) شرکت له رئيس محترم سید محمد هاشم حسینی سره د انرژي په پروژو کې د پانګونې په موخه د همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.

له دغه هوکړه لیک سره سم نوموړی شرکت په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو کې د انتقالي مزو، د سب سټیشنونو جوړونه او پياوړتیا په برخه کې پانګونه پيلوي او د اوبو او انرژي وزارت له نوموړي شرکت سره د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې همکاري کوي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال په هېواد کې د انرژي د پراختیا ارزښت ته په اشارې سره د پانګونې د چارو د پرمخ وړلو پر چټکتیا او د عملي اقداماتو پر پیل باندې ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د نوموړي شرکت مسؤلینو هم ژمنه وکړه، چې خپل فعالیتونه د دغې پانګونې په برخه کې ګړندي کوي او په راتلونکي کې په ډېر ژر شوني وخت کې به خپلې عملي چارې پیل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu