د اوبو او انرژي وزارت او د تخنيکي او پراختیایي همکاريو ادارې (ACTED) تر منځ د همکاري تړون لاسلیک شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۱۴:۵۶
1

دا تړون د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د اکتید اداري مرستیال ښاغلي شاه جهان رحیمي له لورې لاسلېک شو.

د اوبو ښاغلي معین د دې تړون د لاسلېک پر مهال په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د اوبو د مدېریت پر ارزښت او د اقلیمي بدلونونو د اغیزو په هکله خبرې وکړي او ویې ویل چې د اوبو د پروژو د مدیریت په برخه کې د ملې او نړېوالو موسسو د هر ډول همکاری څخه هرکلی کوي.

په ورته وخت کې،  د اکتید د دفتر مرستیال د دې تړون د لاسلیک څخه  خوښي څرګنده کړه د او ویې ویل، چې د دې تړون پر بنسټ به د اکتید اداره د افغانستان د شمال په څلورو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د پروژو د مدیریت په برخه کې همکاي وکړي.

ښاغلي رحیمي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د اکتید اداره په پام کې لري چې په راتلونکي کې د دې همکاریو لمنه پراخه کړي او د اوبو پروژو د مدیریت په برخه کې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم همکاري وکړي.

د یادولو وړ ده چې له دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایاتو کې د اوبو د مدېریت یو شمېر پروژې د يادې ادارې په همکاري سره پلې شوې وې، او اوسمهال د دې تړون لاسلیک د پروژو په مدیریت کې یو ښه ګام دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu