د اوبو او انرژي وزارت او د ترکمنستان هېواد د پلاوي ګډه ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو اړخیزو همکاريو د ترسره کولو په هکله ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۲:۲۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوې ناستې کې  د ترکمنستان هېواد د انرژي د نړیوالو پروژو له رئيس محترم مراد ارتیکوف سره د ټاپ سیمه ییزې پروژې، د برېښنا انتقالي مزو د پروژې، د نورالجهاد سب سټیشن د پروژې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو اړخیزو همکاریو د پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه ناسته کې د ترکمنستان هېواد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په افغانستان کې د برېښنا د برابرولو او د برېښنا رسونې پروژو په برخه کې د هغه هېواد له تلپاتو همکاریو ستاینه وکړه او د دغو همکاریو په پراختیا او دوام باندې یې ټینګار وکړ.

ښاغلي منصور د ټاپ نړیوالي پروژې د پلي کولو په هکله وویل چې افغانستان په دې برخه کې بشپړ چمتووالی لري او تمه لري چې له نورو اړخونو سره هم د دغې پروژې د پلي کولو په برخه کې اړینه همغږي ترسره شي، ترڅو د پلي کولو زمینه یې چمتو شي. هغه همدارنګه د ترکمنستان- شبرغان- خواجه الوان دښتې تر اغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ انتقالي مزي د پروژې د پلي کولو په تړاو هم یادونه وکړه، چې د دغې پروژې د پلي کولو لپاره ګڼ شمېر پانګوالو چمتووالی څرګند کړی او تمه ده چې د ترکمنستان هېواد له لوري هم اړینه همکاري ترسره شي.

په ورته مهال، د ترکمنستان هېواد د انرژي د نړیوالو پروژو رئیس هم د ټاپ نړیوالي پروژې او په افغانستان کې د نورو برېښنا رسونې پروژو د پلي کولو په برخه کې خپل چمتووالی څرګند کړ او کابل ته یې د خپل سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا تړون د غځولو او د دواړو لورو ترمنځ د دوو اړخیزو همکاریو پراختیا وبلله.

ښاغلي مراد وویل چې په هرات ولایت کې د نورالجهاد سب سټیشن چارې مخ پر بشپړېدو دي او همدارنګه ترکمنستان هېواد د هرات او فراه ولایتونو د برېښنا د برابرولو لپار هم چمتووالی لري

د دغې ناستې په پای کې دواړو لورو د دوو اړخیزو همکاریو پر دوام او پراختیا باندې ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu