د اوبو او انرژي وزارت او د عوفي بهرام شرکت ترمنځ د ۷ پروژو د مالي تمویل او پلي کولو هوکړه لیکونو تړون لاسلیک شو

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۷:۱۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د عوفي بهرام شرکت له مسؤل سره د پروژو د مالي تمویل او د ۷ برېښنا لېږد مزي پروژو د پلي کولو او د برېښنا سب سټیشنونو د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

د دغو پروژو هوکړه لیک چې د بغلان ولایت  له الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي د پاتې چارو بشپړول، د کابل ولایت د ارغندۍ ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د پاتې چارو بشپړول، له چمتلې څخه تر تره خېلو او له ارغندۍ تر بت خاک پورې د ۲۲۰ کیلو لېږد مزو غځول، د تره خېلو، بت خاک او د ارغندۍ د ریکتوبې سب سټیشنونو جوړول شامل دي، تر دې مخکې د اوبو او انرژي وزارت او نوموړي شرکت ترمنځ په کلي ډول لاسلیک شوې وو، اوسمهال دغه تړون په بشپړه او واضح توګه د دواړو لورو د مسؤلیتونو او دندو په تعریفولو سره د پروژې د چارو د چټکتیا او د هغوی د لاره غوره پلي کولو په موخه لاسلیک شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu