د اوبو او انرژي وزارت او د چین هېواد د تویار صنعتي شرکت تخنیکي ټیمونو له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو لیږد پروژې د مسیر څخه د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۴:۵۶
1

د اوبو او انرژي وزارت او د چین هېواد د تویار صنعتي شرکت تخنیکي ټیمونو له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو لیږد پروژې د مسیر څخه د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ

نوموړي تخنیکي ټیمونو ددغه سفر په ترڅ کې د پورتني پنجشیر(بازارک) سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي فضل الله عادل په شتون کې د پنجشیر له والي محترم حافظ محمد آغا حکیم سره وکتل او له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو لیږد پروژې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې د پنجشیر والي نوموړو تخنیکي ټیمونو ته له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو لیږد پروژې او د پنجشیر ولایت په کچه د نورو پروژو د پلي کولو په برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu