د اوبو او انرژي وزارت دښاغلي عزیزي د څرګندونو هرکلی کوي.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۲۰:۴۴
1

 دافغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د ملي پانګه وال ښاغلي مېرویس" عزیزي" دهغو څرګندونو تود هرکلی کوي چې نوموړی غواړي پۀ افغانستان کې د انرژي او ریل پټلۍ پۀ سکتورونو کې تر لس میلیارده امریکایي ډالرو پورې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي وزارت دنوموړي دغۀ هېوادني احساس ته د درنښت او هرکلي ترڅنګ؛  بلنه ورکوي چې د دغۀ وزارت لۀ رهبري او مسئولینو سره لۀ نژدې وګوري او دانرژي پۀ سکتور کې د پانګونې پۀ هکله بحث او داندونو تبادله وکړي.

داوبو او انرژي وزارت حاضر دی چې لۀ نوموړي سره د انرژي پۀ سکتور کې دخپلو مهمو پروژو پۀ هکله اړین معلومات  شریک کړي.

د اوبو او انرژي وزارت ښاغلي عزیزي او نورو ملي پانګه والو ته لۀ خپل طرفه د هر ډول مرستې ډاډ ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu