د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د ترکیې هېواد د یو نړیوال پوهنتون له دوو پروفیسورو استادانو سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۳۰ - ۱۵:۵۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف د خپل کار په دفتر کې د(KUTAHYA DUMLUPINAR UNIVERSITY)  نړیوال پوهنتون له دوو استادانو ښاغلي پروفیسور ډاکټر سیحمورات اریک  (D.Sahmorat ARIK) او ښاغلي پروفیسور ډاکټر محمد یونس سیسمن  (D.M. Yunus SISMAN ) سره وکتل.

په یاده لیدنه کې،  د یاد پوهنتون استادانو له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په برخه کې د خپلو کړنو په اړه اړین معلومات د انرژي له معین سره شریک کړل او د افغانستان د اوبو او انرژي وزارت سره په همغږي د ترکیې هېواد له پانګوالو ، د وزارت انجینرانو د مسلکي پوهې پیاوړتیا او په نورو برخو کې د همکاري لیوالتیا څرګنده کړه.

په ورته وخت کې، د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف یادو پروفیسورانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دغه وزارت سره د ګډو همکاریو په برخه کې د دوی له لیوالتیا څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري د ګډو همکاریو لپاره زمینه چمتو کوي.

د انرژي معین د یاد پوهنتون همکاري د افغان انجنیرانو د لا مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو لپاره یو ښه فرصت و باله او له هغوی څخه و غوښتل چې د دغه وزارت د انجنیرانو لپاره د بورسونو د چمتو کولو په برخه کې همکاري وکړي؛ ترڅو انجنیران د برېښنا د تولید په برخه کې د اوبو، باد، لمر او ډبرو سکرو سرچینو د لا زیاتې مسلکي زده کړو لپاره هغه پوهنتون ته ولېږل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu