د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د چین هېواد له یوه پانګوال سره لیدنه ترسره کړه
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف د خپل کار په دفتر کې د چین هېواد له یوه پانګوال سره لیدنه ترسره او د برېښنا انرژي د پروژو د تطبیق په برخه کې د پانګونې په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده لیدنه کې، چینایي پانګوال په افغانستان کې د انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د همکاري غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، ښاغلي مولوي عارف د انرژي په برخه کې د یاد کس د پانګونې له لیوالتیا څخه هرکلی وکړ او هغه ته یې د پانګونې د زمینې د برابرولو په برخه کې ډاډ ورکړ.
په پای کې، دواړو لورو په لیکلې بڼه د معلوماتو ، د وړاندیزونو او شرایطو پر شریکولو او د لازمې همغږي په رامنځته کیدو باندې ټینګار وکړ.
