د اوبو او انرژي وزارت د اوبو د کیفیت او د خاورې میخانیک لابراتوارونه بیرته فعاله شول
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د سرچینو عمومي ریاست د اوبو د تحقیقاتو او تکنالوژي امریت خپل د اوبو لابراتوارونه بیرته فعال کړل چې د یاد لابراتوار څخه به لدې وروسته د یو منظم پلان او برنامې له مخې د اوبو د فزیکي, کیمیاوي او بیولوژیکي او همدارنگه د خاورې او ساختماني موادو تسټونه ترسره کیږي.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې د لابراتوارونو خونو څخه د کاري دفترونو په حیث گټه اخیستل کیده او له کبله یی د څو کالو لپاره د لابراتوار سیستم په ټپ درولی وو خو د نیکمرغه د اسلامي امارت په راتلو او د وزارت د نوي رهبرۍ په تدبیر د لابراتوار وسایل او ماشینونه بیرته خپل اصلي خونو ته انتقال او نصب شول او خپل فعالیت یی پیل کړ.
