د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت اونیزه تخینکي ناسته ترسره شوه
دا ناسته د اوبو سکتور د ټولو رئيسانو په شتون سره په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې پروژو د پلي کیدو، د اوبو رسولو او آبریزو مدیریت او یو شمېر نورو تخنیکي موضوعاتو د څېړلو په موخه جوړه شوه.
په دغه ناسته کې، په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د مصنوعي تغذیې پروژو د پلي کیدو په برخه کې د لازمو تدابیرو نیولو، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو رسولو په پروژه کې د پانګونې د را جلبولو په خاطر د صنعت او سوداګري وزارت سره همغږي، د کابل ښار د آبریزه یې پروژو د مدیریت لپاره د تخنیکي ټیم معرفي او نورو پروژو په هکله چې په لومړیتوب کې دي بحث او د نظر تبادله وشوه.
د یادي غونډې په دوام کې، رئيسانو مطرح شوي موضوعات په مفصله ټوګه وڅېړل او تر هر اړخیز بحث وروسته یې اړین تصمیمونه یې ونیول.
