د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د آمو سیند له زیانمنیدونکو سیمو څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت امام صاحب ولسوالي ته د یوه سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالي د نجم الدین او برزنګي کليو چې د آمو سیند له زیانمنیدونکو سیمو څخه دي، لیدنه ترسره کړه.
د وزارت د اوبو ښاغلي معین د آمو سیند له زیانمیدونکو سیمو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی او د آمو سیند د تحکمیاتو رئيس ښاغلي مولوي سید غلام مشواڼي او یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو یې ملتیا کوله.
د اوبو ښاغلي معین د آمو سیند له زیانمیندونکو سیمو څخه د لیدنې پرمهال د یاد سیند د تحکمیاتو رئيس ته لازمې لارښوونې وکړي.
