د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د افغانستان د پراختیا او ساتنې ټولنې له رئیس سره وکتل.

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۵:۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده د افغان د پراختیا او ساتنې د ټولنې موسسې له رئیس انجنیر اسدالله کریمي سره وکتل او د کبانو د فارمونو د جوړولو او په بندونو کې د ځنګلونو د ایجادولو د پروژې د تطبیق په اړه یې خبرې وکړې. په دې غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سکتور رئیسانو هم حضور درلود.

د افغان د ټولنې د پراختيا او ساتنې موسسی رئيس انجنير اسدالله کريمي د بهرنيو پانګوالو په مالي مرسته د غزني ولايت په سرده بند کې د کبانو د فارم جوړولو او د ځنګلونو د جوړولو د پروژې د پلي کولو په اړه پريزنټيشن وړاندې کړ.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجینرمجیب الرحمن عمر اخندزاده د دغه پلان له تطبیق سره په هېواد کې د بهرنیو پانګوالو د پانګونې هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې د دغه پلان په تطبیق کې باید د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیول شي. همدارنګه د هېواد د اوبو له قانون سره سم باید د یاد شوي پلان ټولې ګټې او منفي اغېزې له تطبیق مخکې په پام کې ونیول شي. د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د افغان د ټولنې د پراختیا او ساتنې د موسسی رییس ته د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ او په پای کې دواړو لورو هوکړه وکړه. چې د دغه وزارت ګډ تخنیکي ټیم او د افغان د پراختیا او ساتنې موسسه به په ګډه کار وکړي او دوی به د غزنی د سرده بند سیمې ته ولیږل شی ترڅو ساحه له نږدې څخه سروی او بررسی کړی

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu