د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ترکيې هېواد د (IWWAA) خیریه بنسټ له استازي سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۴:۵۵
۱

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې د ترکیې هېواد د ( IWWAA) خیریه بنسټ له استازي ښاغلي انجنیر شهباز سره وکتل او په افغانستان کې د څښاک اوبو د ژورو څاه ګانو د کیندلو او د اوبو رسولو شبکو د جوړولو په هکله باندې بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د یاد خیریه بنسټ استازي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څښاک اوبو د ژورو څاه ګانو د کیندولو او د اوبو رسولو شبکو د جوړولو کې یې خپل چمتو والی څرګند کړ.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده په دې لیدنه کې وویل چې مونږ ټولو کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو ته چې په هېواد کې د لویو، منځنیو،کوچنیو بندونو د جوړولو، د څښاک اوبو د ژورو څاه ګانو د کیندلو او د اوبو رسولو شبکو جوړولو ته لېواله دي، د دې پروژو د پلي کیدو لپاره زمینه چمتو کو او په دې برخه کې هر راز همکاري ته تیار یوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu