د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د شکردرې له ولسوال سره په نوموړې ولسوالي کې د یوه چکډم جوړولو د ځای د ټاکلو په هکله خبرې، اترې وکړې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۳:۴۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د کابل د سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د کابل د منځني سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي ولي محمد تائب او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د کابل ولایت د شکردرې له ولسوال محترم شریف الله مسلم او د دغې ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

د اوبو محترم معین د شکردرې له ولسوال او قومي مشرانو سره په لیدنه کې په نوموړې ولسوالي کې د یوه چکډم د ځای د ټاکلو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه. هغه په دغه لیدنه کې څرګنده کړه، چې په نوموړي ولسوالي کې دیوه چکډم د جوړولو د ځای ټاکلو په هکله به د وزارت د رهبري مقام له پرېکړې څخه وروسته اړین تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu