د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ملي پراختیا شرکت له عمومي رئیس سره په کتنه کې د قوش تیپې کانال د چارو پرمخ وړلو باندې د اوبو او انرژي وزارت سره پر همغږي باندې ټینګار وکړ

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۵ - ۱۸:۲۳
۱۵/۳/۱۴۰۱

 

 د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلی انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده په داسې حال کې چې د اوبو معینیت یو شمېر رئیسانو هم شتون درلود، د ملي پراختیا شرکت له عمومي رئيس ښاغلي عبدالرحمن عطاش سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د قوش تیپې کانال د چارو پرمخ وړلو باندې د اوبو او انرژي وزارت سره پر همغږي باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د قوش تیپې کانال تخنیکي چارې باید د اوبو او انرژي وزارت سره په همغږي سره تر سره شي.

په ورته وخت کې، په دغه لیدنه کې فیصله وشوه چې د اوبو او انرژي وزارت او د ملي پراختیا شرکت تخنیکي ټیمونه دې د قوش تیپې کانال د ښه پرمخ وړلو لپاره دې خپل نظرونه سره شریک کړې.

د دې لیدنې په پای کې، د اوبو او انرژي وزارت او ملي پراختیا شرکت د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د ګډې ناستې په ترسره کولو باندې ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu