د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د پکتیکا ولایت له مشرانو سره وکتل

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د پکتیکا ولایت له مشرانو سره وکتل او په هغه ولایت کې د اوبو مدیریت د پروژو په هکله یې خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې، د نوموړي ولایت مشرانو د اوبو پروژو د پلي کولو په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالي کې د ژامې بند جوړولو پروژې غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین هغوی ته ډاډ ورکړ، چې نوموړی بند د دغه وزارت په پلان کې شامل دي او ان شاالله په راتلونکي کې به د مالي امکاناتو د شتون په پام کې نیولو سره پلی شي.