د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د کابل پولي تخنیک پوهنتون له رئیس او یو شمېر مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۸:۶
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون له رئيس محترم پوهنوال عبدالرشید اقبال او یو شمېر مسؤلینو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، په هېواد کې د اوبیزو سرچینو د تخنیکي مدیریت په برخه کې د وړتیا لوړونې په موخه د ګډو علمي او تخنیکي همکاریو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په دې وزارت کې د زده کړیالانو د پرکتیک دورې یا عملي زده کړو لپاره د زمینې د برابرولو ډاډ ورکړ او د یاد پوهنتون په همکاري سره  د دې وزارت د انجنیرانو لپاره د وړتیا لوړولو د برنامې په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu