د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د یاد معینیت اړوند د څو کاري څانګو د چارو بهیر له نږدې څخه ولید

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۴:۲۴
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده د اوبولګولو او اوبو رسولو او سروې او ډیزاین ریاستونو او د یاد معینیت د اوبو سرچینو ریاست د ځینو څانګو د چارو وضعیت له نږدې څخه ولید.

د اوبو ښاغلي معین په یادو ریاستونو کې د کاري بهیر د څېړلو او د چارو د پرمخ وړلو څخه د لیدنې پر وخت، د اجراآتو د ښه والي په موخه اړینې سپارښتنې او هدایات ورکړل او همدارنګه د تخنیکي مسؤلینو او کارمندانو  ستونزې او اړتیاوي یې له نږدې څخه وڅېړلې.

په ورته مهال، د یادو ریاستونو یو شمېر تخنیکي مسؤلینو او کارمندانو د خپلو کړنو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او خپلې اړتیاوي او ستونزې یې هم د اوبو له معین سره شریکې کړې.

د یادولو وړ ده چې یادې لیدنې د اوبو د معین له خوا د یاد معینیت د اړوندو ریاستونو څخه د مسؤلینو او کارمندانو د چارو د ښه والي او ستونزو د هوارولو په موخه ترسره کېږي او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu