د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په یوه ناسته کې د حمایوي ټیم د کړنو راپور وڅېړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۱۴:۲۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده په یوه ناسته کې د حمایوي ټیم انجنیرانو د کړنو راپور په بشپړه توګه و څېړه او د چارو د ستونزو د هوارولو او د اوبو پروژو د تخنیکي چارو  د ښه ترسره کولو په هکله باندې یې له هغوی سره بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده ناسته کې د اوبو معین د حمایوي ټیم انجنیرانو ته لازم تخنیکي هدایات ورکړل او ټینګار یې وکړ، چې د وزارت د پروژو د سروې او ډیزاین د ټاکلو په وخت کې د متوازنې پراختیا اصل او ملي ګټې په پام کې ونیسي.

همدارنګه ښاغلي عمر آخندزاده په یاده ناسته کې د زابل ولایت د توري بند پروژې د تفصیلي ډیزاین د پاتې چارو پر چټکتیا باندې هم ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu