د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې د سترو قراردادونو د څېړلو ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۶:۳۱
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ټولګټو وزارت معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت معین محترم مولوي شرف الدین، د اقتصاد وزارت معین محترم ډاکټر عبداللطیف نظري، د چارو ادارې عمومي ریاست د ملي تدارکاتو مرستیال محترم شیخ عبدالرحیم رحیمي او د یو شمېر نورو وزارتونو او ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت اړوند د هلمند ولایت د نهرالسراج کانال د وداني جوړولو لومړي لاټ پروژې تړون او د دوو توزیعي شبکو پروژو تړونونه، د ټولګټو وزارت د سړک جوړولو دوو پروژو تړونونه او د افغانستان برېښنا شرکت د څلورو انتقالي برېښنا مزو پروژو او سولري برېښنا فابریکې تړونونه تر څېړنې لاندې ونیول شول.

د ناستې په بهیر کې، د هر تړون په هکله په مفصله توګه بحث او د اندونو تبادله وشوه او د وزارتونو او اړوندو ادارو استازو د تړونونو د پلي کولو د پرمختګ وضعیت، ستونزو او شته ننګونو په هکله معلومات وړاندې کړل.

تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، د ناستې د غړو له لوري اړینې پرېکړې ونیول شوې؛ ترڅو په یوه مفصل راپور کې د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون سره شریک شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu