د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا د تجارتي مارکیټ رئيس بدخشان ولایت ته رسمي سفر وکړ

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۰ - ۱۲:۵
20/9/1400

 

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا د تجارتي مارکیټ رئيس محترم انجنیر مصطفی منصور د یوه پلاوي په ملتیا  د شورابک بند د تعرفي ټاکلو  په موخه د بدخشان ولایت ته سفر وکړ.

د سفر په ترڅ کې یاد پلاوي د بدخشان له والي محترم مولوي عبدالغني او دیاد ولایت له یو شمېر سپین ږيرو، مشرانو او مخورو کسانو سره ناستي ترسره کړې.

په دې لیدنو، کتنو کې د برېښنا په برخه کې د بدخشان ولایت د خلکو ستونزې واورېدل شوې او د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې د دوی د ستونزو د حل په هکله ډاډ ورکړل شو.

تر دې وروسته یاد پلاوې د بدخشان انرژي شرکت له مسئولینو سره په تخنیکي مسایلو بحث او خبرې و کړې او د بدخشان د خلکو د ستونزو د حل په هکله لازم تصمیم و نیول شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu