د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اصلاحي او روزنیز پروګرام په عباداتو کې د اخلاص او له ریا څخه د لرې والي په هکله ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲ - ۱۶:۱۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اصلاحي او روزنیز پروګرام د دې وزارت د انرژي معینیت د ګڼ شمېر کارمندانو په شتون کې ترسره شو.

په دې اصلاحي او روزنیزپروګرام کې د وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل الرحمن عارف په عباداتو کې د اخلاص او له ریا څخه د لرې والي په هکله د انرژي معینیت کارمندانو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي عارف  په یاده روزنیزه ناسته کې، ټول کارمندان وهڅول چې د عباداتو په ترسره کولو کې مو باید موخه یوازي د الله(ج) د رضا تر لاسه کول وي.هغه زیاته کړه کله چې مو د رښتیني عباداتو په ترسره کولو کې د خدای(ج) رضا تر لاسه کړه، الله(ج) به زمونږ ټولې دنیوي ستونزې هوارې او په آخرت کې به مو هم سر لوړي کړي.

د دعوت او ارشاد رئيس په یاده ناسته کې له ټولو کارمندانو څخه و غوښتل، چې ور سپارل شوې دندې په رښتینولۍ سره ترسره او د خپلو آمرینو له اوامرو څخه اطاعت وکړي، ځکه چې په اسلام کې له آمرینو څخه اطاعت او پیروي واجب ده.

یاده ناسته په دعائيې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu