د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس او د انرژي معینیت سرپرست د آلماني  جي، آی، زیډ موسسې له پخواني رئیس سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۵:۵۸
1

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس او د انرژي معینیت سرپرست محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز په داسي حال کې چې د یاد وزارت د انرژي معینیت یو شمیر رئیسانو او تخنیکي مسئولینو شتون درلود د آلماني جي، آی، زیډ موسسې له پخواني رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم سره وکتل او د اوبو، ډبرو سکرو او بادي سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې د جذبولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس وویل، چې ددغه وزارت په ټولو سطوحو کې د پانګوالو سره د همکاري او د هغوی د ستونزو د هوارولو لپاره ټینګه اراده او عزم شتون لري او پانګوالو ته مناسب قانوني چوکاټ او اړینې اسانتیاوي هم رامنځته شوې دي.

همدارنګه، په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې فرصتونو په هکله هراړخیزې خبرې وشوې او د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس په بېلابېلو برخو په ځانګړې ډول د تجدید وړ انرژي په برخه کې د پانګونې د فرصتونو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې افغانستان د انرژي د پراخو سرچینو په درلودلو سره د پانګونې لپاره یو ښه فرصت دی.

په ورته مهال، د جي، آی، زیډ آلماني موسسې پخواني رئیس هم د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس سره د برېښنا د تولید په برخه کې د آلماني پانګوالو د جذبولو لپاره د همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu