د اوبو او انرژي وزارت د لاسته راوړنو په هکله  د حکومت د رسنیو په مرکز کې رسنیز کنفرانس ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۵:۲۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د وزارت د مقام ویاند ښاغلي مولوي اخترمحمد نصرت، د انرژي پروګرامونو رئيس ښاغلي انجنیر فرهاد محمودي او د اوبو د انسجام رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله ستانکزي د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه رسنیز کنفرانس په ترڅ کې د اوبو او انرژي وزارت لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

په یاد کنفرانس کې ، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د اوبو او انرژي وزارت د ټولو کړنو، لاسته راوړنو، د اوبو او انرژي وزارت د راتلونکي پلانونو د اوبو د حکومتولۍ په برخه کې ، د اوبو سرچینو پېژندنه ، مدیریت ، د اوبو چارو دتنظیم او د برېښنا انرژي د تولید د پراختیا په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.

وروسته، د انرژي پروګرامونو رئيس ښاغلي انجنیر فرهاد محمودي د وزارت د پلانونو په هکله د انرژي د پراختیا او د انرژي د تولید په هکله خبرې وکړې.

همدارنګه د کنفرانس په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت ویاند ښاغلي مولوي اخترمحمد نصرت د اوبو د مدیریت او سپما په موخه د عامه پوهاوي په برخو کې  د دغه وزارت د نشراتي او مطبوعاتي فعالیتونو او له غوښتونکو سره د معلوماتو د شریکولو  په اړه خبرې وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د کنفرانس په پای کې د خبریالانو پوښتونو  ته د اوبو معین او نورو مسؤلینو لازم ځوابونه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu