د اوبو او انرژي وزارت د پانګونې د جذب رئيس د خان افغان چاینا شرکت له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۱
1

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژه کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د نوموړي شرکت مسؤلینو په بغلان ولایت کې د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د ۲۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه او د اوبو او انرژي وزارت څخه یې په دې برخه کې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو غوښتنه وکړه.

د پانګونې د جذب رئيس محترم انجنیر دادمحمد زرمتي هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت له هغوی سره د همکاري لپاره چمتو دی او د دغه وزارت تخنیکي ټیم چمتو دی چې له هغوی سره په ګډه د سیمې له ساحې څخه د سروې په موخه لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu