د اوبو او انرژي وزارت د کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه د (جي- آی- اس) ښوونیزه برنامه پيل شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۶:۴۴
1

دغه برنامه چې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د بشري سرچینو ریاست له لوري د کارمندانو د پوهاوي او وړتیا لوړولو په موخه ترسره شوې وه، پکې د اوبو او انرژي معینیتونو نږدې ۱۰۰ تنه کارمندانو ګډون کړی وو.

د دغې ښوونیزې برنامې په بهیر کې چې د دوو نیمو اونیو لپاره په جفتو ورځو کې ترسره کېږي، د اوبو سرچینو د عمومي ریاست د سیلاب او وچکالیو د مډلنګ د کارپوه محترم انجنیر عبدالسامع عبیدي له لوري د (جي- آی-اس) پروګرام څخه د ګټې اخیستنې په موخه به ګډونوالو ته اړین معلومات وړاندې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۶:۴۴
Background image

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فرزې او پغمان ولسوالیو له یو شمېر مشرانو سره د اوبو او برېښنا د پروژو په هکله خبرې وکړې

 

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د کابل ولایت د فرزې او پغمان ولسوالیو له یو شمېر مشرانو سره وکتل او په نوموړو ولسوالیو کې د اوبو او برېښنا په هکله بحث او. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

بیرته تګ

User account menu