د اوبو او انرژي وزارت د کارمندانو لپاره د پوهاوي ورکولو سمینار ترسره شو
یاد سمینار د وزارت د کارمندانو د پوهاوي او د کاري سطحي د لوړولو په موخه د بشري سرچینو ریاست د پراختیا او وړتیا لوړونې آمریت له خوا په لاره اچول شوی دی.
په یاد سمینار کې د اوبو او انرژي وزارت کارمندانو ته د اداري پېژندنې، د ملکي خدمتونو د کارمندانو د چلند مقررې او اداري مراسلاتو په هکله معلومات وړاندې کېږي.
د یادولو وړ ده چې د پوهاوي ورکولو یاد سمینار به درې ورځې دوام وکړي.
