د اوبو او انرژي وزارت د کارکوونکو د ماسټري پروګرام د غوره مدیریت  د پلي کیدو په هکله ګډه ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۱۷:۴۵
1

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخند زاده، د پروګرامونو د مرکزي دفتر رئیس او د پولیتخنیک پوهنتون د یو شمېر مسوولینو په حضور کې د دغه وزارت د اوبو معین د کار په دفتر کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، په پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو او انرژي وزارت د کارکوونکو د ماسټري پروګرام د تطبیق د غوره مدیریت په اړه د اسیا پراختیايي بانک د تمویل په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

همدارنګه د غونډې په ترڅ کې د اوبو او انرژي وزارت او د پولي تخنیک پوهنتون یوه ګډه کمیټه موظف شوه چې د چارو د لا ښه مدیریت په موخه کار وکړي.

د یادولو وړ ده، چې دا پروګرام مخکي د اوبو او انرژي وزارت، د آسیاپراختیايي بانک او د پولي تخنیک پوهنتون ترمنځ قرار داد شوی و، چې له دې لارې د وزارت تر ۶۰ زیات کارکوونکي کولای شي چې د آسیا پراختیایي بانک په همکاري سره خپل د ماسټري زده کړې په پولي تخنیک پوهنتون کې ترسره کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu