د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس د غزني له سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۴:۲۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار او ورسره مل ټیم د غزني له سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه او د نوموړې حوزې له کارمندانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د کورنۍ پلټنې رئيس د اسلامي نظام د ارزښت او اړتیا، له اسلامي نظام سره مخالفت او د سپکاوي د دبدو پایلو، تفتیش د اسلام له نظره، د تفتیش اهمیت او اړتیا، د کارمندانو د ښه ذهنیت جوړونې، ملي مسؤلیت، د بیت المال د ساتنې او په کاري ساحه کې د مفتیشینو د صلاحیتونو ، مسؤلیتونو او دندو په هکله خبرې وکړې.

د دغې لیدنې په پای کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د کورنۍ پلټنې له رئيس سره شریک کړل او د هوارولو غوښتنه يې وکړه.

په ورته مهال، د کورنۍ پلټنۍ رئيس د نوموړې سیندیزې فرعي حوزې له رئيس مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریک کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu