د اوبو او انرژي وزارت د یو کلن لاسته راوړنو راپور د حکومت د رسنیو په مرکز کې وړاندې شو.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۳:۳۸
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست الحاج ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت یو شمېر نورو مسوولینو د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه راپور وړاندې کړ، هغه زیاته کړه چې دغه وزارت له تیر کال راهیسې تر اوسه پورې د اوبو د مدیریت په برخه کې، د اوبو د سرچینو پیژندل، د اوبو د سرچینو پراختیا او د اوبو د چارو تنظیمول،

او همدارنګه د انرژي د حکومتولۍ په برخو کې، د انرژي پروګرامونه، د انرژۍ خدماتو تنظیمول او په هیواد کې د بریښنا مارکیټ رامینځته کول. ترسره شوي او د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې په دې یوه کال کې د کمال خان، شاه او عروس او توري بندونو په ګډون په هېواد کې د اوبو لګولو او د برېښنا د تولید د څو لویو بندونو د جوړولو کار ښه پرمختګ کړی دی. د پاشدان بند، بخش اباد بند او د کجکي بند د تونلونو د جوړولو کار روان دی.

په هېواد کې د اوبو د ښه مدیریت او د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه، د دغه وزارت له خوا په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۱۷ چک ډیمونو پروژې قرارداد شوې، چې ډېری یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د هېواد په شمال کې د امو سیند د څنډو د تخريب د مخنيوي په موخه د هېواد په شمالي ولايتونو کې په لسګونه د څنډونو تحکیماتي پروژې پيل شوې، چې ډېرى يې بشپړې شوې او پر ځينو يې کار روان دى.

ښاغلي منصور په هېواد کې د انرژي د پراختیا اهمیت ته په اشارې سره وویل چې له نېکه مرغه له تېر یوه کال راهیسې تر اوسه د انرژي په برخه کې ډېر کارونه ترسره شوي او د یو شمېر لویو پروژو تړونونه لکه د ارغندي ۵۰۰ kV سب سټېشن پروژې د پاتې چارو هوکړه شوې ده، له دشت خواجه الوان څخه تر ارغندي کابل پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي او د دې پروژې اړوند د پنځو سب سټېشنونو او د برېښنا د لېږد لینونو تړونونه له پانګوالو سره لاسلیک شوي او عملي کار یې پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه، په نغلو کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه بشپړه شوې او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له پانګوالو سره د لمریزې برېښنا د یو شمېر نورو پروژو تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

په ورته وخت کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې دغه وزارت د اوبو او انرژي د ښه مدیریت او د دغو دوو سکتورونو د پراختیا لپاره مشخص پنځه کلن پلانونه چمتو کړي چې په دې برخه کې ټولې پروژې په واضح ډول تعریف شوې دي. د نوموړو پروژې د پرله پسي تطبیق لپاره اسانتیاوې پیل شوې او هیواد به د خود کفایۍ خواته بوځي.

د دغه کنفرانس په پای کې د خبریالانو پوښتنو ته د مسؤولینو لخوا لازم ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات ولایت کې د پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شو

د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند له کاسې څخه چې له اوبو بشپړ ډک او پرچاو شوی، لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د پاشدان بند اضافې اوبه، چې حجم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره شوه

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره کړه.

نوموړی چکډم په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu