د اوبو او انرژي وزارت رهبري د کابل ښار د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو له ټولنې سره د اوبو د کموالي د ستونزې په هکله خبرې وکړې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور او د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د کابل ښار د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو د ټولنې له مسؤلینو او غړو سره وکتل او په کابل ښار کې د څښاک اوبو د کموالي د ستونزې او د دې ستونزې د هوارولو لپاره د شونو حل لارو د عملي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د نوموړې ټولنې مسؤلینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریک کړل او څرګنده يې کړه ، چې دغه ټولنه د کابل ښاریانو لپاره د څښاک اوبو د برابرولو او د بې ځایه کارونې د مخنیوي په برخه کې د اوبو او انرژي له وزارت سره همکاره ده.
په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کابل د څښاک اوبو د حیاتي موضوع اهمیت ته په اشارې سره یادونه وکړه، چې د اوبو او انرژي وزارت د لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو سره سم، کابل ښار ته د څښاک اوبو د برابرولو لپاره عملي اقدامات تر لاس لاندې نیولې او همدارنګه دغه موضوع د کابینې په شورا کې هم په جدي توګه مطرح شوې ده؛ ترڅو یې په هکله اړین تصمیمونه ونیول شي.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او د دغه وزارت معین هر یوه په خپل وار سره ټینګار وکړ، چې په کابل ښار کې د څښاک اوبو د کموالي د ستونزې د هوارولو او ورڅخه د بې ځایه کارونې د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د حکومت برسېره، د اوبو رسولو شرکتونه او خلک هم خپل مسؤلیتونه ترسره کړي او د اوبو له بې ځایه کارونې څخه ډډه وکړي.
په پای کې هوکړه وشوه چې د اوبو او انرژي وزارت، د اوبو رسولو ریاست او د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو یوه مشخصه کمېټه د ستونزو د هوارولو او د شونو حل لارو د موندلو لپاره په ګډه کار وکړي، ترڅو د کابل ښار د څښاک اوبو د برابرولو او د اوبو د بې ځایه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ترسره شي.
