د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د اهل تشیع له یو شمېر مشرانو سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۷:۲۰
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د افغانستان د اهل تشیع له یو شميرمشرانو سره وکتل اود هغوی د ستونزو د هوارولو په هکله یې بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د اهل تشیع مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیرسره شریک کړل او په شیعه میشتو ساحو کې یې د اوبو د مدیریت او د انرژي د پراختیایي پروژو د پلې کولو غوښتنه یې وکړه.

د اوبواو انرژي وزارت سرپرست وزیرد اهل تشیع مشرانو د ستونزو او وړاندیزونو تر آورېدلو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره او د افغانستان  اسلامي امارت د پالیسي سره سم به د هغوی ستونزو او اړتیاوو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۱۴
Background image

د بلخ او جوزجان د اوبو او انرژي ریاستونو پروژې تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیول شوې

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم د بلخ او جوزجان ولایتونو د اوبو او انرژي ریاستونو پروژې تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیولې او اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوگر د اوبو او انرژي رئيس د هغه ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره د یوې ټولنیزې ستونزې د هوارولو په موخه وکتل

د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د هغه ولایت د محمد آغې ولسوالي د ابپران سیمې له قومي مشرانو سره د ابپران بند جوړولو پر سر د را ولاړې شوې ټولنیزې ستونزې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

خوست ولایت کې د شمل پيرانو سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د خوست د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پيرانو ویلګي سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې. . .

بیرته تګ

User account menu