د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د بګرامیو د ولسوال له مرستیال او د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالي له یو شمېر مشراونو سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د کابل ولایت د بګرامیو د ولسوال له مرستیال ښاغلي مفتي عبدالاحد حکیمي او د میدان ودرګ ولایت د سید آباد ولسوالي له یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل.
په یاده لیدنه کې، د سید آباد ولسوالي مشرانو څرګنده کړه چې د یادې ولسوالي خلک د برېښنا وېش ته اړینه اړتیا لري، یادو مشرانو د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه په یادې ولسوالي کې د برېښنا رسولو غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د سید آباد ولسوالي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دې وزارت له خوا به د دوی ستونزو ته د شته امکاناتو او متوازنې پراختیا اصل په پام کې نیولو سره به رسیدګي وشي.
