د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې لوګر ولایت سفر وکړ
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې نن د لوګر ولایت برکي برک او خروار ولسوالیو ته سفر وکړ.
په دغه سفر کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادو ولسوالیو د محلي مسؤلینو او مخورو سره وکتل او هغوی د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر څخه په دې ولسوالیو کې د اوبو ذخیروي بند د جوړولو او د برېښنا شبکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لوګر ولایت د برکي برک او خروار ولسوالیو محلي مسؤلینو او مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د وزارت د شته امکاناتو ،بودجې او په ټول هېواد کې د متوازنې پراختیا اصل په پام کې نیولو سره به ډېر ژر د دوی غوښتنو ته رسیدګي وشي.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په یاد سفر کې د شهیدانو له کورنیو سره هم وکتل او د خدای(ج) له دربار څخه شهداو ته جنت الفردوس او کورنیو ته د جمیل صبر او عظیم اجر غوښتنه وکړه.
